IQNA

د نړیوالې اتحادیې د علماوو غوښتنه

 د اسراییلو تجاوز ته د اسلامي نړۍ یو موټی غبرګون

8:50 - July 19, 2025
د خبر لمبر: 3491418
ایکنا - د مسلمانانو نړیوالې اتحادیې په یوې  سختې لهجې بیانیې کې د سورئې پر ضد د اسراییلي رژیم د وروستي برید غندنه وکړه او د اسلامي نړۍ یو موټی غبرګون ئې وغوښت.

د الامه په حواله  ایکنانیوز راپور راکوي، دغې اتحادئې  په اعلامېې کې  ویلي چې دا برید د اسلامي امت په حرمت ښکاره تېری او د عربو او ټولو مسلمانانو پر عزت ژور زخم دی.

د اتحادئې په اعلامیې کې وئيل شوي دي، پر عربي پلازمېنو په ځانګړې توګه دمشق باندې پرلپسې بریدونه یوازې پوځي بریدونه نه دي، بلکې د اسلامي نړۍ پر غرور او وجدان یو نفسیاتي تیری دی.

اتحادیې له اسلامي او عربي هېوادونو وغوښتل چې بېړنۍ غونډه وکړي څو د اسراییلي رژیم دا «د اسلامي امت د عزت سره لوبې» ودروي.

په بیانیه کې ویل شوي: یو موټی دریځ اختیاري نه، بلکې یو ضرورت دی، ځکه د اسلامي امت عزت د ورځې په رڼا کې تر پښو لاندې کېږي.

همداراز  د سوریې له  موقتي حکومت څخه وغوښتل شول چې د جنوبي سویدا په سیمې کې دې د فرقه‌يزو شخړو د زیاتېدو په شرایطو کې په حکمت، عدالت او زغم سره عمل وکړي.

اتحادیې غوښتنه کړې، هر هغه څوک چې هڅه کوي جګړه او شخړه رامنځته کړي، باید محاکمه شي، او ټینګار ئې وکړ چې وسلې باید یوازې د نیواکګرو پر ضد استعمال شي، نه دا چې د هېواد دننه نفرت ته لمن ووهي، که هغه درزي وي او که سني.

په بیانیې کې ویل شوي چې د فرقو تر مینځ د نفرت خپرولو هره هڅه د اسراییلي رژیم په ګټه ده.

اتحادیې له سورئې د دیني علماوو او ملي مذهبي شخصیتونو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره غونډه وکړي څو د خلکو ترمنځ په ځانګړي ډول د درزي او سني ټولنو تر مینځ درزونه له مینځه یوسي او ریښتینې روغې جوړې ته لار هواره کړي.

اتحادیې همداراز اعلان  کړی چې چمتو ده د خپلې اتحادیې د مشر په مشرۍ یو  پلاوي د دې هڅو د ملاتړ لپاره سوریې ته سفر وکړي.

اتحادیې د اسراییلو د بریدونو له کبله په سیمې کې د زیاتېدونکي ګواښ یادونه وکړه او یو ځل بیا ئې پر دې ټینګار وکړ چې یوه اغېزشیندونکي سلامي پوځي او اقتصادي اتحاد دېه جوړه شي څو د دغو تیریو پر وړاندې دفاع وکړي.

اتحادیې له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ خپل مسوولیتونه ادا کړي او د اسراییلي رژیم دا پرلپسې تیري ودروي چې موخه یې ګډوډي خپرول او د افراط  او نفرت  پراختیا پلي کول دي.

https://iqna.ir/fa/news/4294924

captcha